16/01/22

۸صبح، بدخشان: بدخشان کې ځايي سرچینو دغه ولایت کې د یو شمېر مسلکي څارنوالانو د نیولو خبر ورکړی دی.
په یوه مکتبوب کې چې د بدخشان استیناف څارنوالی د لویې څارنوالۍ مقام ته لېږلی راغلي، چې د دغه ریاست څو مسلکي څارنوالان نیول شوي دي.
د مکتوب یوه برخه کې راغلي، چې د روانې میاشتې په ۲۲ نېټه د بدخشان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر او له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر له وسلهوالو کسانو سره دغه ریاست ته ننوتي او د نوموړي ریاست څو مسلکي څارنوالان یې په تاوتریخجن ډول له ځان سره بېولي دي.
دغه راز یاد مکتبوب کې ویل شوي، چې د بدخشان د یمګان ولسوال د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس ته سپکې سپورې ویلي او په مرګ یې ګواښلی دی.
مکتوب کې راغلي، د قضیې د هواري او د لویې څارنوالۍ مقام تر هدایت پورې به د بدخشان د استیناف څارنوالۍ ریاست تړل شوی وي.
[…]
https://gandhara.rferl.org/a/afghan-disabled-woman-prosecutor-jobless-taliban/31651273.html (ENGLISH)